PsyHealth logo

Home ښه راغلاست روانی سلامتیا

روانی سلامتیا

روانی روغتیا په موږ ټولو پوری مربوطه ده.دا د روغتیا یوه بنسټیزه برخه ده او د فردی هوساینی او د یوی ټولنی د ښه فعالیت لپاره اساس جوړوی. د هوساینی او ځان پالنی لپاره ګڼی او بیلابیلی لاری موجودی دی.

پوهیدل

دا مهمه ده چی د روانی روغتیا په مفهوم او هغه نور عوامل چی پری اغیزه لری، وپوهیږو ځکه چی دا د عمومی روغتیا لپاره حیاتی موضوع ده.روانی روغتیا یوازی د روانی ناروغیو یا لیونتوب په اړه نده،بلکی د ژوند له ننګونو سره د مقابلی د وړتیا پوری اړه لری.

عمل کول

روانی روغتیا ارښتناکه ده او د فزیکی روغتیا په څیر پاملرنی ته اړتیا لری. له همدی امله لازمه ده چی له خپل ځانه څخه وپوښتوچی د روانی روغتیا د ساتنی اود ښه احساس لرلو لپاره څه کولای شو.

دمرستی غوښتل

که تاسو ځان غمجن، خراب، خپه، بی انرژی او یا د فشار لاندی احساسوی، نو کیدای شی د ژوندانه ځینی مرحلی د نورو په پرتله تاسوته ستونزمنی شی.ددی شیبو د تیرولو لپاره، ممکنه ده اړتیا وی چی له بهرنی مرستی څخه ګټه واخیستل شی.دا ګام پورته کول شاید اسانه نه وی خو په رښتیا ارزښت لری.د مرستی غوښتل تاسو ته دا احساس درکوی چی څه روان دی او دحل لارو په ژر موندلو کی به تاسو سره مرسته وکړی.

Psy-Health,
a website from Santépsy.ch
  • Facebook
  • Instagram
  • LinkedIn
© 2026 Psy-Health.ch
Privacy policy
design Bureau Duplex | dev troisdeuxun.ch Logo troisdeuxun Digital agency in Morges